ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري د خوست د سرحدي ولسواليو له یو شمېر کوچي قومي مشرانو سره لیدنه وکړه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د خوست ولایت سرحدي ولسواليو له يو شمير کوچي قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

کوچي مشرانو ویلي، تاسو د دې دردمن ولس دوا او د هېواد د سرحدونو په ساتنه کې رغنده رول لوبولی او موږ ټول قومونه درباندې وياړو .

نوموړو همداراز د خپلو يو لړ ستونزو او غوښتونو د بيانولو په ترڅ کې ویلي؛ د اسلامي امارت چارواکي دې د خوست ولايت په کوچي مېشتو سرحدي ولسواليو کې د روغتيا، سړک جوړونې او د ښوونې او روزنې په برخه کې کار وکړي.

سرپرست وزیر ویلي؛ تاسو زړورو قومونو له امارت سره په جهاد کې تر خپلې وسې ونډه اخیستې، د ډيرو ستونزو پر وړاندې مو مبارزه کړې او د اسلامي نظام له مجاهدينو سره په گډه مو خپل هېواد  له هر ډول ناخوالو را اوچت کړی.

نوموړي د راغلو قومي مشرانو د ستونزو حل خپل مسوليت بللی او ډاډ يې ورکړی، چې د دوی د ستونزو او غوښتونو په حل کې به ورسره همکاري کوي.