د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په نیمروز ولایت کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پینځه چیک ډیمونه جوړیږي، چې له جملې څخه يې د دوه چیک ډیمونو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزير ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لورې پیل شوې.
د پرانستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير، مل پلاوي، د ولایت مرستیال، د دغه ولايت قومندان امنیه، يوشمير مسولينو، د هلمند ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رییس، د هرات ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رییس، د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، د سیمې علمای کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د اړوندو سېمو باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

