د اسرائیلو له لوري غزه کې د تېرې ورځې په هوایي برید کې د الجزیرې یو خبریال سمار ابودقه وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.
مطبوعاتي راپورونو ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د الجزیرې کامره مین سامر ابودقا وژل شوی او په غزې کې د الجزیرې د بیورو مشر وائل دحدوح ټپي شوی.
الجزیرې شبکې ویلي؛ یاد خبریال په پیل کې ټپي شوی و، موږ پینځه ساعته یې د لیږد هڅې وکړې، خو د اسرائیلو زیاتو بریدونو له امله مو ونشو ژغورلی.
دې شبکې ویلي، چې بل ټپي شوی خبریال روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی او ټپونه یې هم برسیرن دي.
د مطبوعاتو ازادۍ ډلو دا برید غندلی.
ورته مهال د خبریالانو نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ۹ ښځينه خبریالانو په ګډون د وژل شویو خبریالانو شمېر ۹۴ تنه ښودلی.
د یادې ټولنې په وینا؛ د وژل شویو خبریالانو له ډلې ۷۲ سلنه یې یوازې د غزې په جګړه کې وژل شوي دي.
د خبریالانو خوندیتوب کمیټې د معلوماتو له مخې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل راپدیخوا پدې جګړې کې ۶۳ خبریالان وژل شوي چې ۵۶ یې فلسطینیان، څلور یې اسرائیلیان او درې یې لبنانیان و.

