ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بندیانو د خلاصون په موخه اسرائیلو یو ځل بیا له حماس سره مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی

د راپورونو پر اساس ټاکل شوې، چې د اسرائیلي استخباراتي سازمان یا موساد رییس د روانې اونۍ په پای کې د بندیانو د خلاصون لپاره له حماس سره د مذاکراتو د بیا پیل په موخه د قطر له لومړي وزیر عبدالرحمن آل‌ثاني سره په اروپا کې لیدنه وکړي.

دا به د حماس او اسرائیلو تر منځ له اووه ورځني اوربند وروسته د قطري او اسرائیلي لوړ پوړو چارواکو لومړۍ لیدنه وي.

د مذاکراتو بیا پیل ته د اسرائیلو راګرځېدل څرګندوي، چې صهیونیستي رژیم د بندیانو د خلاصون لپاره په نویو لارو چارو غور کوي.

د حماس د چارواکو په وینا؛ دوې اونۍ وړاندې شوی اووه ورځنی اوربند د اشغالګرو اسرائیلو له لوري نقض شو.

حماس وايي؛ هغه ښځې بندیانې چې اسرائیلو یې د ازادېدو غوښتنه کړې وه، د دوی د ځواکونو سرتېرې وې.

تاره اسرائیلو د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېروتنه یې درې اسرائیلي بندیان په نښه کړي.

صهیونیستي رژیم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښايي دا بندیان د جګړې د شدت له امله په نښه شوي او وژل شوي وي.

سپینې ماڼۍ د یادو بندیان وژل کېدل خواشینوونکي ګڼلي او ویلي یې دي، چې اسرائیل ملکیان په نښه کوي.

د وژل شویو په اړه د اسرائیلي رژیم له اعلامیې وروسته له حماس سره د ډېری بندیانو کورنیو د صهیونیستي رژیم له چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د هوکړې لپاره خپل پلان اعلان کړي او بندیان دې خوشي کړي.

د تېر څو ورځني اوربند او هوکړې له مخې د یو شمېر بندیانو له ازادېدو وروسته ویل کېږي، چې له ۱۳۰ زیات اسرائیلیان لا هم له حماس سره بندیان دي.

د یاد اوربند په پایله کې د حماس او اسرائیلو تر منځ سلګونه بندیان تبادله شول.