جمعه د ۱/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲۴/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــګرهـــــــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۱ کورنۍ او د نوموړو کورنیو ۱۹۹ تنه غړي ثبت او بایميټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۹ تنه و، ګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لیږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۴ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۰۰ افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
۳۰۰ تختې کمپلې، ۱۰۰ دانې فرشونه، ۱۰۰ بستې خام غذایي توکي، ۳۵۰ بستې معدني اوبه او ۴۰ کارتنه د لاس مینځلو مایع ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۶۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تنه د بکلوریا سند لرونکي، ۴۳ تنه غریبکار او ۲۶ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۷۰ تنه کیږي، ثبت شوي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۲۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته د تېر په څېر عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۶۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۴ تنه کیدو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۳۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه و، کندهار، هرات، غزني او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۱۲۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي او ۲۵ تنو ته بېلا بېل واکسین تطبیق شوي دي، همدارنګه ۶۵۵ تنو ته د روغتیا په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۰۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا، دوه تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۹۶ تنه غریبکار او ۶۶ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۷۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
همدارنګه دوه تنه ماشومانو چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي وو، د کارموندنې کمېټې په هڅو پیدا شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
زابــــل
شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د شملزو په لار کې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له شملزو لارې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، ناوې ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره ټولې لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په شملزو کې درې کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د شملزو په لاره کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په شملزو کې اته خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په شملزو کې دوه تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
د پکتیا د حضرت ابوبکر صدیق رض په کمپ کې لس کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
پکتیکا
انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د انګور اډې له لارې درې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د آنګور آډې له لارې څخه درې کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۱۷ تنه و، خپلې اړونده سیمو ته لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په انګور اډه کې له درېکورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۳۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په آنګور اډه کې درې کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور آډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: کډوالو ته په آنګور اډه کې ۹۴خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه او ښرنه کې ۲۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي او پینځه تنو ته بېلابېل واکسین تطبیق شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په آنګور اډه کې د تېر په څېر راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې او د ماشومانو د ښه راتلونکي په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــرات
اســــلام کلا، لار
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې ۴۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
همدا راز دوه زره او دوه مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له ۲۲ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۳۱ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۱۶ تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي او یادو کورینو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۲۹ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۶۲ تنه و، کندوز، بلخ او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۸۷ زره او۱۰۰ افغانۍ شوې ده.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۱۵۴ کورنۍ او ۷۰۷ وګړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۱۱۶ کورنۍ او ۵۳۷ وګړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۱۶۹ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۱۷ کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوال: ۴۲۵ تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: ۳۹۴ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

