ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد د سترو ګمرکونو چارې د تېر کال په پرتله لا ښې شوې دي

د روان مالي کال د لیندۍ په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد په مشرۍ جوړه شوې.

 د ګمرکونو لوی ریاست رییسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسولینو ګډون کړی وو.

د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمد وسیم عثمان له لوري د لړم په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شوی.

 همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړي، چې په دې راپور کې د هېواد د سترو ګمرکونو چارې د تېر کال د لړم میاشتې په پرتله مثبتې ښودل شوې وې.

ګډونوالو د لړم میاشتې د راپور په اړه هر اړخیز بحث کړی او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسولینو ته لازمې سلا مشورې ورکړي دي.

 ناسته کې د ولایتي ګمرکونو مسولینو خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه کړې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر تر ژره حل کېدو ډاډ ورکړل شوی.

 د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي، څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وشي.