ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي تدارکاتو برېښنايي سیسټم پرانیستل شو

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي چارو د لاښه‌والي او شفافيت په موخه د برېښنايي تدارکاتو سيسټم پرانیستل شو.

د پرانیستې په دې مراسمو کې د چارو ادارې لوی رياست مشرتابه، د کابينې غړو او کابل کې د بهرنيو سفارتونو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ریيس قاري عبدالولي صديقي ویلي، چې په حکومتولي کې پرمختګونه د اسلامي امارت له لومړيتونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ياد سيستم پرمټ به د اسلامي امارت په تدارکاتي بهير کې شفافيت، چټکتيا او اساني رامنځته شي.

دغه‌راز د دې سيستم پرمټ به د چارو د اسانتيا ترڅنګ ولس ته د معلوماتو په ورکولو او د ملي پروژو څخه ډاډ تر لاسه کول د ولس د هيله مندۍ او د نظام او ولس ترمنځ د واټن کمېدلو لامل ګرځي.

د چارو ادارې لوی ریيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ویلي، چې اسلام د ژوند د نورو برخو په څېر په اقتصادي برخو کې هم لازمې لارښوونې لري او اسلامي امارت د همدې شرعي لارښوونو پر بنسټ خپلې چارې پرمخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې د معاملاتو په برخه کې په سمه توګه پاملرنه نه کېده، خو د ياد سيستم په اړه د شريعت له اصولو سره سم دقت شوی او د ملي تدارکاتو په برخه کې به د دې سيسټم په مرسته اساني رامنځته شي.

ټولې تدارکاتي چارې به لا رڼې ترسره شي، د اسراف مخنيوی به وشي او د پروژو په اړه به له ولس څخه هېڅ پټ نه پاتې کیږي.

د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنيف ویلي؛ په داسې حال کې چې د اسلامي امارت بوديجه له خپلو داخلي عايداتو څخه ده او هيڅ بهرنی ملاتړ نه لري، ګڼ شمېر لويې او وړې پروژې يې پيل کړې دي، چې په تېر کې يې مثال نه درلود.

د سوداګرۍ خونې مرستيال محمد يونس مومند ویلي، چې د امارت تدارکاتي پروسې بشپړ شفافيت ته نږدې شوي دي.

دغه‌راز د ياد سيسټم په فعالولو سره به د اسلامي امارت په ټولو تدارکاتي پروسو کې شفافيت رامنځته شي.

په پای کې د چارو ادراې د لوی ریيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لوري د ياد سيستم پرانيسته وشوه او همدا راز د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتي ټکنالوژي ریيس او کارمندانو ته په دې سيستم کې د همکارۍ په موخه ډالۍ ورکړل شوې.

د برېښايي تدارکاتو دا سيسټم چې د ملي تدارکاتو رياست په هڅو او د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست په همکارۍ جوړ شوی، داسې یو سيسټم دی چې د اسيا په کچه په کمو هېوادونو کې ګټه ترې اخیتسل کيږي.

په دې سيسټم کې د تدارکاتي بهير ټولې برخې په پام کې نیول شوي، چې له دې سره به له يوه لوري، تدارکاتي چارې اسانه او بل لور ته به په دې برخه کې روڼتيا رامنځته شي.