ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له درملنې وروسته خپل کاري دفتر ته راستون شو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د روغتیا له ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډمنېدو وروسته خپل کاري دفتر او کار ته راستون شو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د روغتیا له ډاډمنېدوسره سم په خپل دفتر کې کار پیل کړ او له ګڼو چارواکو سره یې لیدنه وکړه.
مولوي عبدالکبیر د ناروغۍ له کبله لومړی په کور کې استراحت او بیا په روغتون کې بستر و؛ د روغتیايي حالت له ښه کېدو وروسته یې د کابینې د یو شمېر غړو او د اسلامي امارت د چارواکو په شتون کې چارې پیل کړې.
نوموړي د اسلامي امارت له چاروکو سره په لیدنه کې ویلي، چې تر درملنې وروسته یې روغتیا ډاډمنه شوې او روغتیاپالانو ورته د کار مشوره ورکړې ده.
سیاسي مرستیال زیاته کړې چې د نوموړي د نه شتون په جریان کې د هرات زلزلې زرګونه کسان وځپل او له پاکستان څخه د کډوالو د استخراج لړۍ هم پیل شوه چې پرې خواشینی شوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ زیانمنو هېوادوالو ته د رسیدګۍ په موخه له مسولینو سره په تماس کې و او د شکر ځای دی چې د امکاناتو تر بریده ورته آسانتیاوې چمتو شوې دي.
مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادوالو او افغان سوداګرو څخه مننه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپلو او کډوالو سره یې مرستې کړې دي او اسلامي امارت به ټولو اړو خلکو ته اړین خدمات برابر کړي.