وروسته تر هغې چې د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین یرغلیز عملیات ناکام اعلان شول او د ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکۍ په ګډون د اوکراین لوړ رتبه چارواکو او نړیوالو ملګرو یې د دغه خبر پخلی وکړ، د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر ناریشکین ویلي، چې لویدیځ په اوکراین کې د لوبې د پر مخ وړلو لپاره د زیلنسکي د ځای ناستي په لټه کې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه معلومات یې د دقیقو استخباراتو پر اساس ترلاسه کړي او د ځینو لویدځو هېوادونو مشران د دې له امله چې زیلنسکي په خپل ماموریت کې ناکام دي، مشوره کوي تر څو د زیلنسکي یو مناسب ځای ناستی وټاکي.
د روسیې پر وړاندې د اوکراین د کمزوري کېدو خبرونه وروسته تر هغې مخ په ډېرېدو دي، چې د روسي سرتېرو پر وړاندې یې یرغلیز عملیات ناکام شول.
د روانې ډېسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه زیلنسکي منلې وه، چې د روسیې پر وړاندې ځوابي بریدونه یې ناکام او پایله نه لري.
دغه راز د لویدیځ د مرستو کمېدو کیف له فشار سره مخ کړی او د دغه هېواد لومړۍ مېرمنې اولیانا زیلنسکي ویلي، چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو له مرستو پرته اوکراینیان د مرګ په خولې کې دي.

