د هېواد په ختیځ زون کې ” ننګرهار، کونړ او لغمان “هغه ولایتونه دي، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده او په یادو ولایتونو کې د سټروسو ” مالټې، نارنج او لیمو “بڼونه ډېر دي.
هېواد کې د سټروسو او نورو مېوه لرونکو بڼونو د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د لغمان ولایت په مرکز او د یاد ولایت د قرغه یي او علیشنګ په ولسوالیو کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مالټو ۲۸۰ جریبه بڼونه جوړوي.
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد ويلي؛ د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ۲۸۰ جریبه ځمکه د مالټې بڼوڼه جوړیږي، چې ورسره به په لغمان کې د بڼوالۍ برخه لاپیاوړې شي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي؛ په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې له خوا دغه بڼونه جوړېږي، چې د حاصلاتو له رسېدو سره سم به یې دغه ولایت په یاده برخه کې پرځان بسیا شي او صادارت به ولري.
نوموړي زیاته کړې، پر ۲۸۰ جریبه ځمکه به ۱۲۹ بڼوالو ته بڼونه جوړ شي او دوی به ترې وخت پر وخت څارنه کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

