ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي ملا امین الله عبید: اصولو او مقرراتو ته باید په هرڅه لومړیتوب ورکړل شي

د کابل ولایت د نوي والي ملا امین الله عبید د پیژندنې په موخه د ولایت مقام غونډو په تالار کې غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ترڅنګ د یاد ولایت اړوند ریاستونو ریسانو او ولسوالانو سربیره ګڼ شمیر علماوو، سپین ګیرو او ځوانانو ګډون درلود.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال په خپلو خبرو کې تغیر او تبدیل دیو نظام اصل وباله او نوي والي لپاره یې د څښتن تعالی څخه په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

ښاغلي عمري زیاته کړه؛ که چیرې مونږ او تاسې د رسول الله ص سیرت او صورت په خپل ژوند کې پلي کړو نو هیڅ منافق او کافر به مو مقابله ونشی کولای.

همداراز ښاغلي عمري زیاته ویلي؛ څرنګه چې د اسلامي امارت دښمنان زیات دي، نو هڅه پکار ده د دوی مخه ونیول شي ترڅو حاکم اسلامي نظام بقا پیدا کړي.

د کابل ولایت نوي والي ملا امین الله عبید د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ اصولو او مقرراتو ته باید په هرڅه لومړیتوب ورکړل شي او هر مسول باید خپلې نیمګړتیاوې لرې کړي ترڅو ولس ته د ښه خدمت زمینه برابره شي.