د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني له یو شمېر هغو سوداګرو سره، چې هېواد ته کیمیاوي سرې واردوې لیدنه کړې.
مولوی صدراعظم عثماني ویلي؛ وارد شوي کیمیاوي سرې باید د بزګرانو لپاره مناسبه بيه ولري او د کيفيت له پلوه هم باید اغېزمن وي، چې هم د بزګرانو او هم د سوداګرو په ګټه وي.
د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم ویلي؛ هغه کیمیاوي سرې، چې په کور دننه تولیدېږي او یا له بهرنیو هېوادونو څخه واردېږي باید ارزانه، لوړ کیفیت، له تقلب پرته او له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.
سوداګرو ویلي؛ د کیمیاوي سرې د کیفیت کنټرول په وارداتي بندرونو کې د حکومت په لاس کې دی او د بیې کنټرول یې د تولیدي شرکت او هغو سوداګرو پورې اړه لري، چې کیمیاوي سرې واردوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ستونزو د حل، بزګرانو لپاره د غوره کیمیاوي سرو وړاندې کولو او واردوونکو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په پار هلې ځلې کوي، ترڅو غوره چوپړتیاوې وړاندې او مناسبې لارې چارې پیدا کړي.

