د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پر غزه د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د تلفاتو زیاتېدو له امله د “غزې قصاب” بللی دی.
نوموړي دا څرګندونې د اقليمي بدلون نړيواله سرمشریزه ‘کاپ ۲۸مه’ کې د ګډون په موخه عربي اماراتو ته د سفر پر مهال کړې دي.
ښاغلي اردوغان زیاته کړې، چې نتانیاهو غزه کې ستر او وېروونکي جنایتونه تر سره کړل او تاریخ کې یې د غزې د قصاب په توګه خپل نوم ثبت کړ.
د ترکیې ولسمشر ویلي “د نتانیاهو د دولت څرګندونو د بشرپاله موقتي اوربند څخه په دایمي اوربند د بدلېدو په تړاو زموږ هیلې کمرنګه او نیمګړې کړې.
دغهراز غزه کې د نتانیاهو ټولوژنو او بشري جنایتونو یهود ضد کړنې پراخه کړې او په دې کار سره یې د اسرائیلو او نړۍ د ټولو یهودو امنیت له ګواښ سره مخ کړ.”
ښاغلي اردوغان د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړې، چې متحده عربي اماراتو په ‘کاپ ۲۸مه’ سرمشریزه کې به د اقلیمي بدلون تر څنګ د غزې وضعیت او راتلونکي کې د دې سیمې له اوسېدونکو سره د مرستو کولو پر لارو چارو له خپلو سیالانو سره خبرې وکړي.

